میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د ځمکې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

fazli_admin
Wed, Oct 29 2025 9:39 AM
mhtsbynw_ph_mydan_wrwdk_shkhrh_hl_kry.jpg

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو  د دې جوړې او د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې له دې وروسته پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په میزان میاشت کې د هېواد په کچه د (۹۳) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS