هلمند ولایت کې محتسبینو درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Sat, Nov 01 2025 8:07 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په ناد علي، دیشو او مارجې ولسوالیو کې درې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو له لوري له خپلو کورونو څخه شړل شوې وې او د پلرونو په کور کې اوسېدلې او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایی: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو له لوري ور سره ناوړه چلند کېده او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق د ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو پر اساس تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS