د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په جوزجان ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
Sun, Nov 02 2025 10:17 AM
ph_jwzjan_wlayt_symnarwnw_payth_wrsyd.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په جوزجان ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونې، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

ورته مهال د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په ډېری ولایتونو کې د روزنیزو سمینارونو لړۍ روانه ده، چې ور سره به د دعوتي برخې په لا ښه سمون او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راشي.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS