غزني ولایت کې محتسبینو دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Wed, Nov 05 2025 10:40 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په اندړو ولسوالۍ کې دوه مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې له ناوړه چلند سره مخ وې او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایی: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو له لوري ور سره ناوړه چلند کېده او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق د ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو پر اساس تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS