د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Nov 06 2025 9:07 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي سمون لپاره کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو را ټولول:

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د نوي فرمان د عملي کولو او په ټولنه کې د آرامۍ رامنځته کولو، له بې‌سرپناه ناروغانو سره مرسته کولو او د هغوی لپاره د درملنې اسانتیاوې برابرولو  په موخه، له لغمان او نورستان ولایتونو څخه (۱۳۹)تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور سپارلي دي.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۶۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۲۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۶) د میراث، (۸) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۶) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، او پاتې (۳) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه شپږ  لویې دښمنۍ او (۲۰) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۹) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

 او وروستی خبر دا چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۷۶) اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS