د کابل ښاري ریاست محتسبینو له لسګونو روغتیایي او سوداګريزو مرکزونو څخه څارنه کړې

fazli_admin
Tue, Nov 11 2025 10:17 AM
d_kabl_ls_gwnh_swadgryz_lydnh_wshw.jpg

د کابل ولایت ښاري ریاست محتسبینو د منکراتو مخنیوي، معروفاتو اقامې او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه له ۱۲۰ روغتیایي مرکزونو او ۷۲ سوداګریزو مارکیټونو څخه څارنه کړې.

د ښاري ریاست محتسبینو په وینا، د څارنې په ترڅ کې یې د یادو مرکزو له مسؤولینو سره ناستو کې هغوی ته سپارښتنه کړې، څو په خپلو چارو کې اسلامي اصول په پام کې ونیسي او د معروفاتو په اقامه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

هغوی همداراز د روغتیایي مرکزونو له مسؤولینو غوښتي، څو له مراجعینو سره غوره چلند وکړي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي‌.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت محتسبین وخت ناوخت له ورته مرکزونو څخه څارنه کوي او د خلکو د ستونزو د اورېدلو ترڅنګ خلک معروفاتو ته رابولي او له منکراتو یې راګرځوي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS