د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره ولیدل

fazli_admin
Wed, Nov 12 2025 3:19 PM
dydar_wzyr_sahb_ba_sazman_hmkary_hay_aslamy_-21_qrb.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ‌الحدیث الحاج محمد خالد الحنفي د لاښې همغږۍ او همکاریو پراختیا په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د کابل لپاره د یاد سازمان له سفیر ډاکتر سعید علیاش او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ناستې په پیل د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی سره د یاد وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د ټولنې د اصلاح په لړ کې د ترسره شویو اصلاحی اقداماتو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.

ښاغلي الحنفي صاحب څرګنده کړه: د وزارت بنسټیزه موخه داده، چې د اسلامي اصولو پر بنسټ یوه سالمه او اسلامي ټولنه رامځته شي، چې یاده چاره دعوت، عامه پوهاوي او اصلاحي کړنو ته اړتیا لري.

قدرمن شیخ صاحب د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو وغوښتل، څو د دعوت او  عامه پوهاوي په برخو کې له یاد وزارت سره له تخنیکي او معنوي ملاتړ ترڅنګ د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او روزنیزو سیمنارونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ډاکتر سعید علیاش د یاد وزارت کړنې او اصلاحی لاسته راوړنې مثبتي وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د دواړو لورو همغږي او دوامدار تعامل د متقابل تفاهم، د تجربو د تبادلې او د همکاریو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

یاده دې وي، چې په دې کتنه کې د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د دعوتي او تعلیمي پروګرامونو په برابرولو په برخه کې هم په متقبلو همکاریو بحث او خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS