لغمان کې محتسبینو د ریکشو پر مخ د ناسمو لیکنو د پاکولو کمپاین پیل کړ

fazli_admin
Tue, Nov 18 2025 9:17 AM
dr_wlayt_lghman_kmyayn_shar_az_ryksha_aghaz_shd

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، علما کرامو او ځوانانو سره په همغږۍ په مهترلام ښار کې  د ګرځېدونکو  موټرونو او ریکشو له چلوونکو څخه د یو اصلاحي کمپاین پر مهال وغوښتل څو د ریکشو او موټرونو پر مخ د ناسمو او بې مفهومه لیکنو له لیکلو ډډه وکړي.

د یاد ریاست مسؤولینو وویل: د کمپاین پر مهال د ریکشو او موټرو پر مخ هغه ناسمې لیکنې چې منفي مفهوم لري، پاکې شوې او پر ځای یې محتسبینو چلوونکو ته لارښوونه کړې، څو له دې وروسته د عامه ذهنیت د خرابېدو او ناسم پیغام د خپرېدو لامل نه شي او د ټولنې د اخلاقي سمون د پیاوړتیا لپاره پر وسایطو اصلاحي، ګټور او سالم پیغامونه ولیکي.

ورته مهال  ځایي اوسېدونکي د  محتسبیو د یادې کړنې د ستاینې تر څنګ ډاډ څرګندوي چې دا کار به په ټولنه کې د سالم فکر، مثبت پیغام او عامه پوهاوي د لوړولو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لغمان د امر بالمعروف ریاست رئیس د ټولو ولسوالیو له آمرینو  غوښتي، چې پخپلو اړوند سیمو کې د ریکشو او نورو وسایطو چلوونکو ته سپارښتنه وکړي چې د خپلو وساېطو پر مخ ناسم او بې‌مفهومه لیکل شوي عبارتونه لرې کړي او پر ځای یې رغنده او مثبت متنونه وکاروي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS