محتسبینو په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې دوه کم عمره نجونې د زیاتو پیسو په بدل کې له غیر شرعي نکاح ګانو وژغورلې

fazli_admin
Wed, Nov 19 2025 10:54 AM
ph_faryab_dwh_njwny_wzhwrl_shw

د فاریاب ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوه لس کلنه نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه (۶۵) کلن کس ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل چې د زیاتو په پيسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یې یوه (۶۵) کلن کس ته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

ورته مهال د ننګرهار ولایت محتسبینو هم په ورته اقدام کې یوه لس کلنه نجلۍ له غیر شرعي نکاح ژغورلې ده او د کورنۍ له غړو یې غوښتي چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS