کندهار کې محتسبینو (۱۵)کلنه دښمني، چې د قتل لامل شوې وه حل کړه

fazli_admin
Tue, Nov 25 2025 10:41 AM
hl_dshmny_dr_kndhar.jpg

د کندهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې (۱۵) کلنه دښمني چې د قتل لامل شوې وه حل او د دواړو کورنیو ترمنځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د یاد ولایت محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو په تېره عقرب میاشت کې د هېواد په کچه د (۳۲)  دښمنیو او (۸۹)  بېلا بېلو لویو او وړو شخړو مخه نیولې ده.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS