نورستان کې محتسبینو یوه دښمني، چې د قتل لامل شوې وه حل کړه

fazli_admin
Sun, Dec 14 2025 9:46 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دې ولایت په وانټ ولسوالۍ کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اوږد مهاله دښمني چې د دووکسانو د قتل لامل شوې وه حل او د دواړو کورنیو ترمنځ روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني چې د یادو کورنیو تر منځ د دوو کسانود قتل او د دوامداره شخړو لامل شوې وه د یاد ولایت محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ کې اته لویې دښمنۍ حل او پر دوستۍ بدلې کړې وې.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS