میدان وردګ کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
Mon, Dec 15 2025 9:54 AM
dr_mydan_bh_khatr_rwaj_hay_napsnd_nshst_shd.jpg

 د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د امر بالمعروف مسؤلینو د علماو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له دیني عالمانو یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلابېلو لارو د عامه ذهنیت د سمون لپاره کار وکړي.

د هغوی په وینا: د ټولو ګډ مسئولیت دی، چې راتلونکی نسل  په نېکو اخلاقو، اسلامي عقیدې او له دیني تګلارې سره سم وروزو او لازمه ده، چې د اسلامي مسئولیت له مخې دې خلک د بدو دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

 دغه راز ناستې ته دیني عالمانو او قومي مخورو هم پخپلو خبرو کې وویل، په ټولنه کې د خوښیو، غم او نورو مراسمو کې اوس هم ناوړه دودونه ترسره کېږي، خلک یې له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي، چې د مخنیوي لپاره به یې له محتسبینو سره په ګډه کار وکړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS