پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو (۴۵)کلنه دښمني حل شوه

fazli_admin
Sun, Dec 21 2025 9:43 AM
hl_akhtlafat_pktyka.jpeg

 د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو  د دې ولایت په نعمت اباد ولسوالۍ کې  د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د اوبو پر سر راپورته شوې (۴۵) کلنه دښمني چې د زیاتو ناخوالو او ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو کورنیو ترمنځ  یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ چې نیمه پېړۍ یې دوام وکړ او د دوامداره شخړو لامل شوې وه، د یاد ولایت محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ هم نهه لویې دښمنۍ او (۳۸) وړې شخړې حل او پر دوستۍ بدلې کړې وې.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS