زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له شپږ کلن کورني ظلم څخه وژغورل شوه

fazli_admin
Sun, Dec 21 2025 9:49 AM
tamyn_hqwq_znan_dr_zabl.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  په ارغنداب ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو شپږ کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې د خپلې خسرګنۍ له لوري له اوږدې راهیسې له رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

دغه راز محتسبینو د نوموړې مېرمنې له خاوند او د خسرګنۍ له غړو وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه لاس واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې تړاو یې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS