نورستان کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
Sun, Dec 28 2025 10:32 AM
dr_nwrstan_rwaj_naspnd_az_byn_brdn.jpeg

 د نورستان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو  په ټولنه کې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له هغوی یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلا بېلو لارو څخه له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کول خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او  ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په نورو برخو کې اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 3:09 PM
Background image

In Zabul, Ministry officers resolved seven disputes in the provincial center and its districts

Morality officers(Muhtasibs) affiliated with the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Zabul Province have resolved seven disputes among families in Qalat city. . .

Sun, Apr 19 2026 11:00 AM
Background image

In Bamyan, a dispute over legal matters was resolved by the ministry officers

Morality officers (Muhtasibs) in Bamyan Province, as part of their social responsibility, have resolved a seven-year-long dispute between two families over legal issues in the Yakawlang. . .

Sun, Apr 19 2026 9:49 AM
Background image

In Faryab, ministry officers rescued 17 women from various forms of abuse

Officials (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Faryab Province report that, over the past two weeks, ministry officers have assisted 17. . .

BACK TO NEWS