د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Tue, Dec 30 2025 9:51 AM
njat_15_zn_az_khshwnt.jpeg

 

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، روزګان، زابل، کنړ، بغلان، نورستان او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۵) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS