د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Jan 01 2026 11:10 AM
dwwym_awwny_khbrwnh-myasht_jdy.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس د ټولنیز سمون په موخه کړنې تر سره کړې دي.

د شکایتونو اورېدلو مرستیال فراه او بادغیس ولایتونو ته سفر:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او ور سره مل پلاوي د وزارت مقام د رهبرۍ پر اساس له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځایي خلکو سره د همغږۍ، د امر بالمعروف وزارت د نوي جوړ شوي قانون د اورولو په موخه فراه او بادغیس ولایتونو ته سفر وکړ.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۸۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۳۴) د کورني تاوتریخوالي، (۷) د میراث، (۲۰) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۷) د ولور، (۴) د نفقې ورکړې او (۸) د طلاق او په بدو کې د ورکړې قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲) دښمنۍ او (۳۲) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۷) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۸۵) اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS