د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Jan 08 2026 9:46 AM
dwym_awwny_khbrwnh.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس د ټولنیز سمون په موخه کړنې تر سره کړې دي.

د شکایتونو اورېدلو او د قانون د تطبیق په موخه سفر:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او ور سره مل پلاوي د وزارت مقام د رهبرۍ پر اساس له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځایي خلکو سره د همغږۍ، د امر بالمعروف وزارت د نوي جوړ شوي قانون د اورولو په موخه زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۲) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۳۰) د کورني تاوتریخوالي، (۱۳) د میراث، (۱۲) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۶) د ولور، (۱۲) د نفقې ورکړې، (۹) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او (۱۰) مېرمنو ته  د طلاق او په بدو کې د ورکړې قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۰) دښمنۍ او (۴۷) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۳) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

 

له سوداګرو سره ناستې:

دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۶۶) اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS