بغلان کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه

fazli_admin
Sun, Jan 11 2026 9:25 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ اوږد مهاله دښمني چې د ګڼو ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو کورنیو ترمنځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د یاد ولایت محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ د هېواد په کچه د (۱۰)  دښمنیو او (۴۷)  بېلا بېلو لویو او وړو شخړو مخه نیولې ده.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS