غزني کې یوه مېرمن د محتسبینو په هڅو له جبري نکاح څخه وژغورل شوه

fazli_admin
Sun, Jan 18 2026 10:58 AM
dr_ghzny_yk_zn_az_nkah_jbry_njat_yaft.jpeg

د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په ناوې ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال هغه مېرمن له ناخوښه نکاح څخه وژغورلې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د خاوندله وفات وروسته یې د هغې له خوښې پرته یې بل کس ته په نکاح کړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې خاوند یې وفات شوی وو، د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه یاده مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو د حقونو د ورکړې مخه نیسي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS