د هېواد په خوست، غزني او تخار ولایتونو کې څلور مېرمنو د شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Wed, Jan 28 2026 9:42 AM
img-20260128-wa0003.jpg

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، غزني او تخار ولایتونو کې څلور مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د نکاح له شرعي حقوقو څخه بې برخې وې او د ناوړه دودنو په اساس ځورول کېدلې له اوږده محرومیت څخه وژغورلې او د شرعي نکاح حقوقو څخه یې برخمنې کړې.
 محتسبین وایي: یادې مېرمنې چې د خپلو پلرونو لوري ترې د شرعي نکاح حق اخیستل شوی وو او معلقه پاتې وې  د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه خلاصې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».
بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS