خوست کې د څلور ځوانو مېرمنو د ناخوښه نکاح ګانو مخه ونیول شوه

fazli_admin
Mon, Feb 02 2026 10:07 AM
dr_khwst_az_chhar_nkah_ajbary_jlwgyry_shd.jpeg

د خوست  ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په دې ولایت کې د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه ځوانې مېرمنې له ناخوښه نکاح ګانو څخه وژغورلې، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو په اساس یې د هغوی له خوښې پرته په جبري توګه په نکاح ورکړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښتې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه یادې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS