ننګرهار ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب څوارلس کلنه دښمني حل کړه

fazli_admin
Tue, Feb 17 2026 9:28 AM
hl_14_akhtlaf_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په نورګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې پر سر راپورته شوې څوارلس کلنه دښمني حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې او له هغې سره د ناوړه چلند کولو له امله را منځته شوې وه او د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره دلوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS