کابل کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
Sun, Feb 22 2026 9:38 AM
nshst_mhtsbyn_kabl_ksbh_karan.jpeg

د پلازمېنې کابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز اړوند له یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 12:20 PM
Background image

A Sorcerer Was Arrested in Nahr-e-Shahin District of Balkh Province

Personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, arrested an individual accused of practicing sorcery in Nahr-e. . .

Mon, Jun 22 2026 9:27 AM
Background image

Rescue of 26 Women from Domestic Abuse and Oppression in the seven Provinces of the country

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have rescued 26 women in the provinces of Nangarhar, Ghor,. . .

Mon, Jun 22 2026 9:22 AM
Background image

Prevention of a Forced Marriage of a Woman in Uruzgan Province

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, in Uruzgan Province, demonstrating their commitment to. . .

BACK TO NEWS