کنړ کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Sun, Feb 22 2026 9:45 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د کنړ ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS