ننګرهار کې د محتسبینو په هڅو درې نجونې د شرعي نکاح له حقوقو برخمنې شوې

fazli_admin
Sat, Feb 28 2026 9:33 AM
njat_sh_zn_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په هڅو درې ځوانې نجونې، چې له تېرو (۶) کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حقوقو څخه بې برخې وې او د یادو کورنیو تر منځ د را پورته شوي جنجال له امله ورته د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکول کېدله د محتسبینو په هڅو له خپل شرعي حق څخه برخمنې او د کورنیو تر منځ روغه وشوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یادې نجونې، چې د کورنیو غړو  یې د یادو نجونو له خسرګنیو سره د رامنځته شوي جنجال له امله نوموړې نجونې له تېرو( ۶) کلونو راهیسې له خپلو ځانونو سره ساتلې وې او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و، د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه وژغورل شوې  او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي»

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS