میدان وردګ کې سپین ږیري کس ته د ودېدونکې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

fazli_admin
Sun, Mar 01 2026 10:08 AM
jlwgyry_az_nkah_ajbary_dr_mydan_wrdk_.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت محتسبینو د ۱۴ کلنې نجلۍ د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل یوه ۶۰کلن کس ته یې د زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

یاده نجلۍ، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په نکاح ورکول کېده؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې نوموړې نجلۍ د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست ته د قضیې د حل په موخه عارضه شوه.

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS