لوګر کې دوولس مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Wed, Mar 04 2026 9:28 AM
dr_lwgr_znan_njat_yaft.jpeg

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، ‌‌په تېرو دوو اونیو کې دوولس مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او د پلار کور ته له تګ څخه منع کړل شوې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS