د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Mar 05 2026 9:57 AM
khbrhay_hfth_war_9aly_15_hwt_-_pshtw_-_dyzayn.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۲۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۷۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵) د میراث، (۹) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۲) د ولور، (۸) د نفقې ورکړې، (۶) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۴) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲) دښمنۍ او (۴۳) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۲) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

ورته مهال محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۹۰) اصلاحي ناستې کړې او په زیاته اندازه بې کیفیته او تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دې.

اصلاحي ناستې:

او وروستی خبر دا چې محتسبینو په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي، معروقاتو د اقامې، عامه ذهنیت د سمون او له ولسونو سره د همغږۍ په موخه نیږدې درې سوه  اصلاحي ناستې کړې دې.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS