لغمان کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

fazli_admin
Sun, Mar 08 2026 10:08 AM
nshst_mhtsbyn_bh_hdf_jlwgyry_az_rswm_napsnd_dr_lghman.jpeg

د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناسته کړه.

جوړې شوې ناستې ته د دې ولایت د امربالمعروف مسؤلینو وویل، دیني عالمان او قومي مخور دې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو همکاري وکړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د حج، خوښیو، غم او نورو مراسمو کې د ناوړه  دودونو په مخنیوي کې دې همکاري وکړي.

د هغوی په وینا: د ټولو ګډ مسئولیت دی، چې راتلونکی نسل  په نېکو اخلاقو، اسلامي عقیدې او له دیني تګلارې سره سم وروزو او لازمه ده چې د اسلامي مسئولیت له مخې دې خلک د بدو دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د اسلامي نظام سره د همکارۍ او همغږۍ په موخه ناستې کوي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS