غزني کې محتسبینو د څلور کلنې نجلۍ د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله

fazli_admin
Mon, Mar 09 2026 1:59 PM
yk_dkhtr_4_salh_dr_ghzny_njat_yaft.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د څلور کلنې نجلۍ د غیر شرعي او ناروا نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل یوه ۳۹کلن معیوب کس ته یې د زیاتو پیسو په بدل کې په نکاح کړي.

یاده نجلۍ، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې یوه معیوب کس  په نکاح ورکول کېده؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه نوموړې نجلۍ له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله.

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS