کابل کې د نرخونو  کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه له سوداګرو سره ناستې وشوې

fazli_admin
Tue, Mar 10 2026 9:46 AM
dr_kabl_nrkh_ha_kntrwl_shd.jpeg

 د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مرکز په ګډون په ۱۴ ولسوالیو کې د احتکار او د قیمتونو د غیر قانوني لوړوالي د مخنیوي په موخه له بازارونو څخه  جدي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال محتسبینو له هټۍوالو، سوداګرو او کسبه کارانو سره د اصلاحي ناستو پر مهال هغوی ته  د اسلامي اصولو له مخې د عادلانه سوداګرۍ، د احتکار د مخنیوي او د خلکو د حقونو د ورکړې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.

ورته مهال  د محتسبینو له لوري د اړوندو ادارو له لوري ټاکل شوې نرخنامې په بازارونو او عامه ځایونو کې ووېشل شوې ، څو ځایي خلک او سوداګر د توکو له رسمي قیمتونو څخه خبر شي.

دغه راز محتسبینو سوداګرو او هټۍوالو ته وویل، چې که هر څوک احتکار وکړي، یا له ټاکل شویو نرخونو څخه سرغړونه وکړي، د اسلامي امارت د نافذه قوانینو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS