میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د دوو کورنیو تر منځ را پورته شوې شخړه حل او د دواړو لوریو تر منځ روغه  وکړه

fazli_admin
Tue, Mar 10 2026 9:53 AM
dr_mydan_wrdk_yk_akhtlaf_hl_shd.jpeg

د میدان وردګ ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په جغتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې پر سر راپورته شوې شخړه حل او د دواړو لوریو تر منځ یې روغه وکړه او مېرمنې ته یې خپل شرعي حق وسپاره.

دا اوږد مهاله شخړه، چې د یادو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې او له هغې سره د ناوړه چلند کولو له امله را منځته شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS