محتسبینو د هېواد په اتو ولایتونو کې د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي کړنې تر سره کړې

fazli_admin
Sun, Mar 15 2026 11:14 AM
dr_hsht_wlayt_nrkh_hay_kntrwl_shd.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فاریاب، بلخ، سمنګان،پنجشیر،نیمروز، نورستان،پروان او کابل ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو په دې ولایتونو کې د اړوندو ادارو په ملتیا په بازارونو کې د سود، احتکار او نرخونو کنټرول په موخه جوړو شویو کمېټو پر مټ په ښارونو کې د ګرانۍ د مخنیوي په پار له ځینو دوکانونو او تجارتي ځایونو څخه لیدنې وکړې.

د لیدنو پر مهال هټۍوالو ته لارښوونه وشوه، چې د پخوانیو موجوده توکو بیې به د هماغه پېرلو له قیمت سره سمې تنظیموي او د حالاتو له نوم څخه په استفادې سره به نرخ لوړونه نه کوي. همداراز ټینګار وشو، چې احتکار، د توکو پټول او یا بې‌ځایه نرخ لوړول د شرعي او قانوني اصولو خلاف عمل دی او له سرغړوونکو سره به جدي چلند ترسره شي.

د محتسبینو په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ډاډ ورکوي چې د بازار د ثبات، د خلکو د اقتصادي حقونو د خوندیتوب او د احتکار د مخنیوي په برخه کې به څارنې لا هم  دوام ولري او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې له شرایطو ناوړه استفاده وکړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS