هلمند کې محتسبینو د کورنیو تر منځ  را پورته شوې شخړه حل او د دواړو لوریو تر منځ روغه  وکړه

fazli_admin
Sun, Mar 29 2026 9:10 AM
hl_akhtlafat_dr_hlmnd.jpeg

د هلمند ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ یې روغه وکړه .

دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو  له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS