د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Apr 16 2026 11:40 AM
22_tr_28_hml_

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي سمون لپاره کړنې تر سره کړې دي.

د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي رئیسانو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو، د شکایتونو اورېدلو آمرینو او د مالي او اداري برخې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې، لا ښې همغږۍ، شته اداري او کاري ستونزو حل او د دعوتي چارو لا پیاوړتیا په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۳) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۹) د کورني تاوتریخوالي، (۱۶) د میراث، (۱۲) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۶) د ولور، (۷) د نفقې ورکړې، (۷) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۳)  لویې دښمنۍ او (۵۲) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۹) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

 او وروستی خبر دا چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۹۳) اصلاحي ناستې کړې او سلګونه ټنه تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دې.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

Tue, Oct 20 2026 9:36 AM
Background image

Officials of the Ministry have resolved nine enmities and disputes in Balkh, Kabul, and Takhar provinces

In Kabul, Balkh, and Takhar provinces, Muhtasibs have resolved hostilities and disputes between families arising from issues related to women’s rights, interpersonal conflicts, and. . .

BACK TO NEWS