محتسبینو په بغلان ولایت کې یو خطرناک کوډ ګر نیولی دی

fazli_admin
Thu, Apr 23 2026 9:20 AM
yk_jadwkr_drbghlan_dstgyry_shd.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بغلان ولایت محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د دې ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې خطر ناک کوډګر له سحري کتابونو او وسایلو سره یو ځای نیولی، چې  د نورو څېړنو او شرعي پرېکړې په موخه به عدلي او قضیي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د محتسبینو په وینا: یاد کوډګر چې د غیر شرعي کړنو په اساس یې د ګڼو کورنیو ترمنځ نفاق او کورني جنجالونه را پورته کړي وو او له ځایي خلکو یې زیاتې پیسې اخیستې د محتسبینو له لوري ونیول شو، چې د شرعي پرېکړې په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین ‌ډاډ څرګندوي، هیڅ چاته به اجازه ور نکړي چې په ټولنه کې ناروا اوغیر شرعي کړنې تر سره کړي او په پوره توان سره به د هر هغه منکر مخنیوی وکړي چې عامه ذهنیت خرابوي او د منکراتو خپراوي ته لار هواروي.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان (۱۴۰۵) کال په حمل میاشت کې د هېواد په کچه (۵۸) تنه کوډکر نیولي چې په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS