محتسبینو په پلازمېنه کابل کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

fazli_admin
Sat, May 02 2026 3:20 PM
dr_kabl_yk_zn_az_nkah_ghyr_shry_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند دپلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د مېرمنوحقونو ته په ژمنتیا په پغمان ولسوالۍ کې یوه ځوانه مېرمن چې د کورنۍ غړو یې غوښتل په جبري توګه یې یوه ځوان ته په نکاح کړي وژغورله.

 محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښتې پرته یې په جبري توګه یوه ځوان ته په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنې د شرعي حق د ورکړې په موخه یاده مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

محتسبین ډاډ څرګندوي چې د ټولنې د شرعي او اخلاقي ارزښتونو او په ځانګړې توګه د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي په برخه کې غوره ګام بولي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS