پلازمېنه کابل کې محتسبینو د روغتیایي برخې له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Sun, May 10 2026 8:56 AM
dr_kabl_mhtsbyn_ba_mrakz_nshst_brgzar_krdnd.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو په روغتیایي برخه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د د ې برخې له مسؤلینو سره د کارونو د لا ښه تر سراوي او په دې برخه کې د دوامدارې همغږۍ په موخه د (۵۰) روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې وکړې.

د یاد ریاست مسؤلینو د اصلاحي او د همغږۍ  په موخه د لیدنو پر مهال په روغتیایي برخه کې د هغوی کړنې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل، چې په یاده برخه کې د شته منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شوو سپارښتنو په پلي کولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

دغه راز مسؤلینو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیول شي او د داسې کړنو له کولو ډډه وشي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

بلخوا د روغتیایي برخې مسؤلینو د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه همغږي او  د محتسبینو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې په یاده برخه کې غیر شرعي کړنې تر سره کړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS