غزني کې محتسبینو (۱۵) کلنه نجلۍ (۶۰) کلن کس ته له ور کولو وژغورله

fazli_admin
Wed, Jun 10 2026 9:37 AM
dr_ghzny_yk_dkhtr_15_salh_az_dadn_bh_mrd_60_salh_mn_shd.jpg

 د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مقر ولسوالۍ کې یوه پنځلس کلنه نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه (۶۵) کلن سپین ږیري ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل چې د زیاتو په پيسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه (۶۰) کلن کس ته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو په اندړو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خاوند له وفات وروسته یې خسرګنۍ غوښتل، چې د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په نکاح کړي مخه نیولې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS