محتسبینو د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۷) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Wed, Jun 10 2026 11:26 AM
njat_17_zn_dr_8_wlayt.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په خوست، تخار، پروان، ارزګان، کابل، بلخ، بغلان او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په یادو ولایتونو کې ۱۷ مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

Latest news

Thu, Jun 11 2026 10:41 AM
Background image

Summary of the Activities of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing The Complaints of IEA, During the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, within the framework of implementing Is/la/mic Sh/ar/ia and in cooperation with various. . .

Wed, Jun 10 2026 2:47 PM
Background image

In Faryab Province, inspectors helped five women obtain their inheritance rights in accordance with Islamic law

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have comprehensively addressed five legal inheritance cases. . .

BACK TO NEWS