محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۲۶) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Mon, Jun 22 2026 9:05 AM
njat_26_zn_az_zlm_dr_7_wlayt.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، غور، زابل، نیمروز، جوزجان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۲۶ مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 2:48 PM
Background image

Resolution of Eight Disputes and Feuds in the Provinces of Kunar, Jawzjan, Bamyan, Nangarhar, and Kabul

As a result of the efforts of the personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, eight cases of disputes and. . .

BACK TO NEWS