کابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورل شوه

fazli_admin
Mon, Jun 29 2026 2:50 PM
ph_kabl_mhtsbynw_ywh_km_mrh_njly_wzhghwrl_shwy_dy.jpg

د کابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د یوې کم عمره نجلۍ د ناخوښې نکاح مخنیوی کړی، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح کړي.

د یاد ریاست محتسبینو په دې تړاو وویل، چې د دغې غیر شرعي قضیې مخه یې ونیوله، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو د زیاتو په پيسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکوله.

محتسبین زیاتوي؛ هیڅوک نه شي کولی ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي. د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره  کړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ناخوښه ودولو، کورنيو بندخونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Sun, Oct 18 2026 9:39 AM
Background image

19 Women Rescued from Domestic Abuse and Violence in Seven Provinces across the Country

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, have rescued 19 women from domestic abuse and violence in. . .

Sun, Oct 18 2026 9:34 AM
Background image

Officials of the Ministry resolve 19 Disputes in Five Provinces

Officials of the Ministry for the Promotion of Virtue Prevention of Vice and Hearing the Complents of IEA, in Paktika, Bamyan, Sar-e Pol, Takhar, and Maidan Wardak provinces have. . .

Sun, Oct 18 2026 9:27 AM
Background image

Three Professional Sorcerers Arrested by Muhtasibs in Paktika and Balkh Provinces

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, have arrested three individuals in Balkh and Paktika provinces. . .

BACK TO NEWS