پروان کې محتسبینو یوه مېرمن له پنځه کلن کورني بند څخه وژغورله
پروان کې محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه د باګرام ولسوالۍ په دهن میدان سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له فزیکي ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.
محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه، د محتسبینو له لوري تر ژغورلو وروسته له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
محتسبین ډاډ ورکوي، چې په ټول توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو رواجونو مخه به نیسي، چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.
