امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې
د کابل د محتسبینو او د امارتي ادارو د دعوت او ارشاد مسؤلینو لپاره د یو ورځني عملي سیمینار جوړول
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د لا ښه والي په موخه، د کابل د محتسبینو او د دعوت او ارشاد مسؤلینو لپاره یو ورځني سیمینارونه جوړ کړل.
شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي په دغو سیمینارونو کې د شریعت د احکامو د تطبیق لپاره د شته فرصت څخه پر سمې ګټې اخیستنې او د مسؤلیتونو د حکیمانه او اصلاحي طریقې له مخې پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
د امربالمعروف وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۹) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې له جملې یې (۴۶) د کورني تاوتریخوالي، (۱۴) د میراث، (۲۰) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۹) د ولور، (۶) د نفقې ورکړې، (۸) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابرولو او (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.
د قومي دښمنیو حل:
د دې وزارت مسؤولینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره په ځینو ولایتونو کې (۱۶) لویې دښمنۍ او (۶۸) وړې شخړې حل کړې دي.
د کوډګرو نیول:
دغه راز محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په بلخ،پغلان،پروان، تخار، ننګرهار، کابل او جوزجان ولایتونو کې (۱۵) کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
له سوداګرو سره ناستې:
محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۰) اصلاحي ناستې کړې دې.
