محتسبینو د پکتیکا په یولس ولسوالیو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Sat, Sep 05 2026 10:32 AM
57ac6892-d03f-4da7-918b-0cf7a03972eb.jpeg

محتسبینو د پکتیکا په ارګون، یوسف‌خېل، وازېخواه، وړممۍ، ګومل، خوشامند، نکه، سروبي، بکخیل، اومنې او برمل ولسوالیوکې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو سره د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی و له دیني عالمانو، قومي مخورو او  ځوانانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.

دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS