د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

fazli_admin
Tue, Sep 29 2026 2:59 PM
mynyt_sm_sm_shkayat_56_qdyh_hl_krdh_ast.jpeg

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابېل شکایتونه اورېدل شوي دې، چې له جملې یې ۵۶شکایتونه حل شوي دې او پاتې نور یې اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه راجع شوي دې.

دغه راز د وزارت اړوند د وړیا تلیفوني شمېرو له لارې د هېواد والو ۳۵۶بېلابېل شکایتونه اورېدل شوي دې او اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه سپارل شوي دې.

مسؤلین وایي چې په دې شکایتونو کې د مېرمنو د حقونو، دښمنیو، خپلمنځي شخړو او ورته پېښو قضیې حل شوې دې او د شکېلو اړخونو تر منځ روغې جوړې ته لار هواره شوې ده.

د یاد ولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ولسي خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه په ټولو ولایتونو کې امریتونه لري چې څو ولس وکولی شي خپل غږ په اسانۍ سره د مسؤلینو پورې ورسوي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS