زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ جبري نکاح څخه وژغورل شوه

fazli_admin
Wed, Sep 30 2026 3:47 PM
dr_zabl_mhtsbyn_yk_km_njat_yaft.jpeg

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار کې د یوې کم عمره نجلۍ د ناخوښې نکاح مخنیوی کړی، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د بې معنی غیرت او ناوړه دودونو له مخې یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح کړي.

د یاد ریاست محتسبینو په دې تړاو وویل، چې د دغې غیر شرعي قضیې مخه یې ونیوله، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو د ناوړه دودونو له مخې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکوله.

محتسبین زیاتوي؛ هیڅوک نه شي کولی ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي. د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره  کړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ناخوښه ودولو، کورنيو بندخونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS