محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

fazli_admin
Mon, Oct 19 2026 8:42 AM
whatsapp_image_2026-10-18_at_4.13.08_pm.jpeg

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته شوې دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

مسؤلین وایي، دا شخړې او دښمنۍ چې د مېرمنو د حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورور بدو پېښو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې، د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېچاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له محتسبینو غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS