د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Wed, Oct 21 2026 9:04 AM
whatsapp_image_2026-10-20_at_2.46.00_pm.jpeg

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د دې ولایت د ټولو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د یاد وزارت له لوري په نظامي برخه کې، د شوو سپارښتنو د پلي کولو، معروفاتو اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې.

د وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت، چې مشري یې په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو رئیس مفتي عبدالحمید حماد پر غاړه لري، د هېواد د مشرقي زون ( جلال اباد، کنړ، لغمان اونورستان) ولایتونو د نظامي ارګانونو له مسؤلینو او منسوبینو سره په دې برخه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د قانون اورولو، د ګډې همکارۍ، له خلکو سره د غوره چلند کولو او د هغوی ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه بېلابېلې ناستې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د ګډې همکارۍ رامنځته کولو په موخه ټاکل شوی هیئت به د هېواد د ټولو ولایتونو له نظامي مسؤلینو سره د همغږۍ رامنځه کولو، په کارونو کې د مرستې او اصلاح په موخه ناستې وکړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS